خوی که په دا شان وي دل ازار ستا
خوی که په دا شان وي دل ازار ستا
څه ښادي به کاندي طلبګار ســــتا
حيف چې اورېدی شي ليدی نشي
حسن لطافت دې پريوار ستا
بيا دوباره نه ګوري وبل ته
هر چا چې ليدلی دې رخسار ستا
خدای زده چې ته يار د کوم يوه يې
هر طرف ياران دي صد هزار ستا
ځای د پښو ايښودو مونده نشي
هومره عاشقان دي په دربار ستا
بل هسې نه وي که يې خدای کا
ما غوندې خاکسار او هوادار ستا
عشق له حسنه، حسن دی له عشقه
ته نګار زما يې، زه نګار ستا
ته زما مطلوب يې زه طالب يم
ته زما طبيب يې زه بيمار ستا
ته که تازه ګل د نوبهار يې
زه يم عندليب په لاله زار ستا
جور که جفا ده که ستم دی
واړه مې منلي دي يکبار ستا
جور په چا څوک په بها پيري
زه يم د جورونو خريدار ستا
يو تار که ضايع شي ستا د زلفو
ځان به صدقه کړم تر هر تار ستا
سل ازمايښتونه دې راوکړه
حيف دی چې لا نشي اعتبار ستا
تېر يم زه “رحمان ” له هره کاره
اوس مې ملا تړلې ده په کار ستا
This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |