زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم
زه چې تل هومره ناسازې د عالم وړم
د خپل يار دپاره دا جوروستـــــــــم وړم
د لاله غوندې داغدار په جهان راغلم
هم دا داغ به له جهانه د صنـــــم وړم
په وصال يې د جهان خو ښيه راغلې
چې له كښليو جدا كېږم ځينې غـــم وړم
په عالم د مجنون غږ دى ، مرد مې بوله
په محشر كه ځنې وړاندې خپل علم وړم
هر قدم په ځيگرخون ږدم ، تويې مه شه
د شرابو پيالې ډكې په تورتــــم وړم
چې نرگس ته نظر نه كاندي له كبره
و هغو ته څه گلونه د شړشـــــــم وړم
كاركنان د كار فرماى په حكم كار كا
زړه چې حكم فرمايي هورې قلـــــــــــم وړم
هومره ډېرې خرخشې، فتنې ، جنگــونه
بيا به وايې چي زه ستا غنجونه كم وړم
په هر دم د هغه يار منت رابانــــــــــدې
چې يې هسې ډېر خيالونه په هردم وړم
مخ به چيرې راته سم كړي په يارۍ كې
كه دا خوى به هميشه له عمره سم وړم
چې په كوى كې دې مقيم شم دروغژن يم
كه به نوم په ژبه چېــــــــــــرې د ارم وړم
راته وايې نن زړه څرنگ وړې له مانه ؟
كه دې خوړين كړ هم يې خوښ خوشحـال خرم وړم
This work was published before January 1, 1929, and is in the public domain worldwide because the author died at least 100 years ago. |